اینه

اینه او په بدن کې د دې کارونه

اینه، چې شاوخوا 1.5 کیلو ګرامه وزن لري، د انسان ترټولو لوی داخلي اندام دی.1 د میټابولیک مرکز په توګه، دا په بدن کې د وازګې، شکرې او د پروټینونو په جوړولو، ذخیره کولو او کارولو کې مهم رول لري، ککړوونکي مواد، الکول او نور زهرجن مواد فلټر کوي، د تریخي (bile) اسیدونه او کولیسټرول جوړوي، کوم چې د غوړ د هضمولو لپاره مهم دي، او یو شمیر هورمونونه جوړوي.1,2

د اینې سوزش یا بیماري (هېپاټایټس)

په اینه کې سوزش ته په تخنيکي ژبه هېپاټایټس ویل کیږي، چې د يوناني ژبې لفظ ‘hepar’ (اینه) څخه اخيستل شوی دی. د ‘-itis’ ضمیمه د سوزش احساس ته اشاره کوي. د محرکاتو مثالونه د بیلګې په توګه، د شرابو زیات څښل، د بدن دفاعي سسټم کې نیمګړتیا (چې د آټوایمیون هیپاټایټس په نامه یادېږي)، د تریخي (صفرا) په نلونو کې د سوځېدا احساس، اینې ته نقصان رسوونکو داروګانو زیات استعمال، یا په اینه کې د غوړ د موادو خرابېدا، چې دا حال اکثر چاغوالي او د شکرې (شوګر) بیمارۍ سره یوځای رامنځته کیږي.3

سره له دې، ځینې وایرسونه هم په اینه کې سوزش رامځته کوي. اوس مهال، د هیپاټایټس پنځه ډولونه پیژندل شوي چې د A څخه E په حروفو سره نومول شوي.3

هېپاټایټس بی، سي او ډي خصوصي طبي اهمیت لري. دا کیدی شي اوږدمهاله شي او بیا کیدی شي سختو ذیلي ناروغیو لکه سیروسس یا د اینې کېنسر سبب وګرځي.3
په لاندې جدول کې به تاسو د هېپاټایټس مختلف ډولونو یوه عمومي جایزه وګورئ.4-7

د هېپاټایټس نښې نښانې

د خپلو ټولو کارونو باوجود اینه درد نه شي رامنځته کولی. نو ځکه په اینه کې سوزش کیدی شي په مکمل ډول له توجه پټ پاتې شي یا غېر مشخصې نښې نښانې ولري او اکثره اخته کسان (مریضان) يې په اینه کې د بیمارۍ نښې نه ګڼي.3 دغه برخه ده چې دهوکه ورکوي. هر هغه څوک چې د اوږدې مودې لپاره ستړیا لري، د معدې پورتنۍ ښۍ برخه کې د فشار احساس، د جوړونو درد، خارش یا حتی چې تورې تشې متیازې لري باید د احتیاط په توګه ډاکټر ته لاړ شي.3,8 د پوستکي او سترګو زېړوالی، یرقان (icterus)، د معدې په پورتنۍ برخه کې شدید درد، اولټۍ او ډیره ستړیا معمولا صرف په سختو کورسونو کې واقع کیږي.3 ډاکټر کولی شي په لېباټرۍ کې د نمونې څخه په خصوصي ډول د اینې د ټسټ اعداد معاینه کړي او که د اینې د ټسټ دا اعداد لوړ وي، ډاکټر کولی شي چې آیا اینه کې د وایرل انفیکشن معاینه وکړي.3,9

له فیبروسز څخه تر سیروسیس پورې

اینه لومړی کوشش کوي چې نقصان پخپله مرمت کړي: دا نوې سالمې خلیې جوړوي. د دایمي ، اوږدمهاله سوزش په حالت کې ، اکثره وختونه اینه نشي کولی دا کار وکړي او داغ شوي نسجونه د اینې ځای ونیسي – نو دغه ډول فیبروسس رامینځته کیږي. د فیبروسس په حالت کې، اینه لاهم کولی شي خپل کارونه ترسره کړي. البته، زیات شوي داغونه بالاخره د سیروسس سبب ګرځي.
پدې مرحله کې ، اینه نور نشي کولی خپل میټابولیک او د پاکولو کارونه په مکمل ډول ترسره کړي. د فیبروسیس څخه د سیرروسز جوړېدل یوه تدریجي پروسه ده چې کیدی شي کلونه موده، حتی لسیزې، واخلي.10

د اینې بیمارۍ څخه د اینې کارسینوما (د کېنسر خلیې) جوړېدل

د سیرروسس جدي اختلاطاتو کې شامل دي په نسجونو کې د اوبو جمع کېدل (oedema)، په معدې کې اوبه (ascites)، د وینې زیات بهېدنې تمایل، د خوراک د نالۍ ایسافېګس کې پړسېدلي رګونه یا د دماغو بیماري.10

په اصل کې، هر مریض چې د اینې زخم یا سیروسس لري د اینې د خلیو د کېنسر زیات خطر لري.,v تر 8٪ پورې د سیروسیس ټولو مریضانو کې د اینې د خلیو کېنسر پیدا کیږي. د سیروسس سبب په بنیاد د خطر سطح مختلفه کیدی شي
• د موذي پېپاټایټس سره 2٪
• ٪ او موذي هېپاټایټس سي سره خطر 3-8٪ کیدی شي11

زمونږ منځپانګه شریکه کړئ

اضافي موضوعات

هېپاټاېټس بي

که تاسو د هېپاټایټس بي په اړه نور معلومات ترلاسه کول غواړئ، دلته به ډیر مفید معلومات ومومئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ

هېپاټایټس سي

هېپاټایټس سي په اصل کې څه شی دی؟ دلته به تاسو ګټور وضاحت ترلاسه کړئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ

هېپاټایټس ډي

د هېپاټایټس ډي په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ! دا بیماري د هېپاټایټس بي څخه په څه ډول مختلفه ده؟ او څنګه کولای شو خپل ځان ترې وژغورئ؟

نور معلومات ترلاسه کړئ

د دې موضوع حوالې

  1. Die Leber – Kraftwerk des Körpers [The liver – powerhouse of the body]. https://www.deutsche-leberstiftung.de/presse/pressemappe/kraftwerk-des-koerpers/ په 2022 مۍ کې ترلاسه شوی.
  2. Goeser T: Grundlagen der Leberfunktion [Basics of liver function]. https://lebertransplantation.eu/die-leber/die-leber/grundlagen-der-leberfunktion په 2022 مۍ کې ترلاسه شوی.
  3. Leberentzündung (Hepatitis) [Liver inflammation (hepatitis)]. https://www.deutsche-leberstiftung.de/presse/pressemappe/lebererkrankungen/leberentzundung-hepatitis/ په 2022 مۍ کې ترلاسه شوی.
  4. RKI-Ratgeber Hepatitis A [RKI guidebook Hepatitis A]. https://www.rki.de/DE/Content/Infekt/EpidBull/Merkblaetter/Ratgeber_HepatitisA.html په 2022 مۍ کې ترلاسه شوی.
  5. RKI-Ratgeber Hepatitis B und D [RKI guidebook Hepatitis B and D]. https://www.rki.de/DE/Content/Infekt/EpidBull/Merkblaetter/Ratgeber_HepatitisB.html په 2022 مۍ کې ترلاسه شوی.
  6. RKI-Ratgeber Hepatitis C [RKI guidebook Hepatitis C]. https://www.rki.de/DE/Content/Infekt/EpidBull/Merkblaetter/Ratgeber_HepatitisC.html په 2022 مۍ کې ترلاسه شوی.
  7. RKI-Ratgeber Hepatitis E [RKI guidebook Hepatitis E] https://www.rki.de/DE/Content/Infekt/EpidBull/Merkblaetter/Ratgeber_HepatitisE.html په 2022 مۍ کې ترلاسه شوی.
  8. Lebererkrankungen [Liver disease]. https://www.leberhilfe.org/lebererkrankungen/ په 2022 مۍ کې ترلاسه شوی.
  9. Cornberg M et al. Z Gastroenterol 2021; 59: 691 -776.
  10. Leberzirrhose [liver chirrhosis]. https://www.deutsche-leberstiftung.de/presse/pressemappe/lebererkrankungen/leberzirrhose/ په 2022 مۍ کې ترلاسه شوی.
  11. S3-Leitlinie Hepatozelluläres Karzinom und biliäre Karzinom [S3 Guideline Hepatocellular carcinoma and biliary carcinoma]. https://www.awmf.org/uploads/tx_szleitlinien/032-053OLl_S3_HCC_bili%C3%A4re_Karzinome_2021-06.pdf په 2022 مۍ کې ترلاسه شوی.