د هیپټایټیس سره ژوند کول

د هیپټایټیس سره د ژوند کولو په اړه په دې خبرو وپوهېږئ

د هیپټایټیس سره به ژوند څنګه کوئ؟

د اوږدمهاله ناروغۍ سره هره ورځ ژوند کول اسانه نه ده. دلته به تاسو ځینې سپارښتنې ومومئ چې کولی شي د هیپټایټیس سره د ورځني ژوند په مقابله کې ستاسو مرسته وکړي.

متوازن غذا کھائیں

د دې سپارښتنه کېږي

  • مېوې او سبزیانې1
  • نشاسته لرونکي خواړه1
  • مهیان1
  • سپینه غوښه1
  • د شېدو نه جوړ شیان1
  • قهوه2
  • سپک پوره غلې2
hero

زیادہ وزن سے بچیں

له دې ډډه وکړئ:1,3

  • هغه خواړه چې ماړه غوړ تېزاب ولري (د بېلګې په توګه، غوړه غوښه، وراته کړي خواړه…)
  • خواږه خواړه او څښاکونه (د بېلګې په توګه د نېمبو شربتونه، د مېوو شیرې، شیرینیانې، او داسې نور)
  • اومه او نیم پاخه شوي خولۍ لرونکي مهیان (د بېلګې په توګه کلیم او مسلز، سیپۍ، سکیلپونه)

د الکولو او/یا تمباکو له کارونې څخه ډډه وکړئ1,2

دواړه عادتونه ستاسو ځیګر ته زیان رسوي، چې دمخه د ویروس له خوا زیانمن شوی دی.3

hero

یو څه دمه وکړئ

ځیګر په یو روغ او کړنیز بدن کې مهم رول لوبوي. خپل ځان ته دمه او د ارامښت وقفې ورکړئ .1

په فزیکي توګه تکړه اوسئ.

منځمهاله فزیکي کړنه هم تاسو روغ ساتي او ستاسو د فشار کچه راټیټوي. که تاسو ورزشي یئ، تاسو ښایي خپل د خوښې سپورټ کولو ته دوام ورکړئ. په دې اړه د خپل ډاکټر سره خبرې وکړئ.1

hero

په خپله د ځان درملنه کولو څخه ډډه وکړئ.

ځینې درمل کولی شي ستاسو ځیګر زیانمن کړي او پېچلتیاوې رامنځته کړي. د خپل ډاکټر او درملګر څخه د لارښوونې غوښتنه وکړئ.3

خپل ماشوم وژغورئ او ساتنه یې وکړئ.

څنګه چې هیپټایټیس سي د وینې له لارې بل ته لګي او هیپټایټیس بي او ډي د وینې او د بدن د نورو اوبو له لارې بل ته لګي، تاسو له پکار دي چې د ناروغۍ د مخنیوي دپاره کنډوم وکاروئ.4,5
که چیرې تاسو امېندواره یئ، دا مهمه ده چې ډاکټر ستاسو د هیپټایټیس د ناروغۍ څخه خبر وي د دې دپاره چې ستاسو د ځیګر روغتیا او د ویروسونو کچه د امېندوارۍ په اوږدو کې وڅاري.

زمونږ منځپانګه شریکه کړئ

اضافي موضوعات

د ځیکر ناروغي

د ځیګر سوزش: د هیپټایټیس بي، سي او ډي ویروسي ناروغیو په اړه تاسو باید په څه وپوهېږئ

نور معلومات ترلاسه کړئ

د خپلوانو دپاره مالومات

د هیپټایټیس په څیر ناروغي ستاسو شخصي چاپېریال هم اغېزمنوي – دلته به تاسو د خپلوانو دپاره مهم مالومات ومومئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ

پوهېدل پرې ښه دي

هېپټایټیس وپېژنئ: د ځیګر د ناروغۍ په اړه د مهمو پوښتنو ځوابونه او د ویو توضیحات

نور معلومات ترلاسه کړئ

د دې موضوع حوالې

  1. Pharmazeutische Zeitung. Ernährung bei Leber und Gallenleiden [د ځیګر او تریخي د ناروغیو دپاره غذا]. https://www.pharmazeutische-zeitung.de/inhalt-03-2005/titel-03-2005/; وروستی لاسرسی: نومبر 2023.
  2. Deutsche Leberhilfe e.V. https://www.leberhilfe.org/wp-content/uploads/2018/12/Brosch%C3%BCre-Ern%C3%A4hrung-2017.pdf; وروستی لاسرسی: نومبر 2023.
  3. د هیپټایټیس بي بنسټ. د روغ ځیګر لارښوونې. ترلاسه دي پر. https://www.hepb.org/treatment-and-management/adults-with-hepatitis-b/healthy-liver-tips/; وروستی لاسرسی: نومبر 2023.
  4. د هیپټایټیس بي د مخنیوي لارښوونې.. https://www.hepb.org/prevention-and-diagnosis/prevention-tips/; وروستی لاسرسی: نومبر 2023.
  5. رابرټ کوش انسټیټیوټ (RKI). RKI-Ratgeber هیپټایټیس سي [RKI لارښود د هیپټایټیس سي دپاره.]. https://www.rki.de/DE/Content/Infekt/EpidBull/Merkblaetter/Ratgeber_HepatitisC.html#doc2389942bodyText5; وروستی لاسرسی: نومبر 2023.
  6. د هیپټایټیس بي بنسټ. د امېندوارۍ په اوږدو کې درملنه. ترلاسه ده پر https://www.hepb.org/treatment-and-management/pregnancy-and-hbv/treatment-during-pregnancy; وروستی لاسرسی: نومبر 2023.