هیپاټایټس ډي

هیپاټایټس ډي څه شی دی؟

هیپاټایټس ډي د اینې سوزش یا بیمارۍ ته ویل کیږي چې د هیپاټایټس ډي وایرس د وجې رامنځته کیږي. یوه مهمه خبره: د هیپاټایټس ډي وایرسونه پخپله نه جوړیږي، د جوړیدو لپاره دا وایرسونه په هیپاټایټس بی وایرسونو باندې تکیه او انحصار کوي. د هیپاټایټس ډي بیماري ډیره سختیدی شي.1

دلته د هېپاټایټس ډي په اړه یوه معلوماتي ویډیو وګورئ

د دې بیمارۍ اعداد و شمار

  • – د نړۍ تقریباً 12 ملیونه خلک د هیپاټایټس ډي وایرس2,6 په ناروغۍ اخته دي، چې دا تقریباً تر 48-60 میلیونو پورې خلک دي.7
  • داسې ګڼل کیږي چې په جرمني کې تقریباً 30000 خلک د مزمنې هیپاټایټس ډي بیماري لري.8
  • البته، داسې ځایونه موجود دي چې هلته خطر زیات دی، لکه، منګولیا، د مغربي او منځنۍ آفریقې سیمې، د میډیټیرین سمه، منځنی ختیخ، پاکستان، روسیه، برازیل او مرکزي او شمالي اېشیا، چې په دې سیمو کې د هیپاټایټس ډي بیمارۍ زیاتې دي.2,7,9
  • د اندازې مطابق کوم کسان چې هیپاټایټس بي لري، په هغوی کې 5 فیصده کسان هیپاټایټس ډي هم په یو وخت لري.2,6

د هیپاټاټس ډي وایرسونه د هیپاټایټس بي وایرسونه په شان په وینه او د مریض د بدن په مایعاتو کې معلومیدی شي. د یو نه بل ته انتقالیدل هم یو شان وي. په دې کې خصوصاً شامل دي:1,2

  • د متاثره شوي کس یعني مریض سره (بې له کنډوم نه) ناخوندي جنسي اړیکه
  • د نشو لپاره د جراثیمي لوښو او شیانو استعمالول (ستنې او په پوزه د راښکل کیدونکي شیانو ټیوبونه)، په بدڼ ټاټو جوړول یا غوږ، پوزه وغیره سورۍ کول
  • د شخصي پاملرنې د شیانو د نورو سره شریکول، لکه، ریزرې یا ناخن کاټونه
  • د ماشوم پیدایش، کله چې د بیمارۍ اخته مور دا وایرسونو خپل ماشوم ته انتقالولی شي

لکه څنګه چې مخکې ذکر وشو، د هیپاټایټس ډي مرض یوازې هغه وخت یو کس ته لګي، کله چې هغه ته د هیپاټایټس بي مرض د مخکې نه و ي. په دې کې فرق دا معلومیږي چې آیا دغه بیمارۍ په یو وخت یو کس ته لګیدلې دي یا دغه کس د مخکې نه د هیپاټایټس بي مرض لرلو، او دا چې بیا وروسته ورته د هیپاټایټس ډي وایرس ولګیدلو. 1,3 که چیرې تاسو ته په یو وخت د هیپاټایټس ډي او هیپاټایټس بي وایرسونه لګیدلې وي، نو دې ته د یو وخت مرض ویل کیږي. 1,3,4 په زیاتره کیسونو کې، دا بې له کوم ضرر رسولو ښه کیږي.

 

هغه وخت د دې بیمارۍ حالت بالکل مختلف وي کله چې یو کس ته د مخکې نه هیپاټاټس بي وي او بیا وروسته په هیپاټاټس ډي وایرسونو هم اخته شي. په داسې حالتونو کې، دې ته سوپر انفیکشن ویل کیږي. 1,3 دا مزمن یعني سخت وي او یوازې د هیپاټایټس بي په مقابله کې تر 90 فیصده پورې مریضانو بیماري د اېنې زخم یا سیروسس او د اینې کېسنر ته بدلیږي.2,5

د هیپاټایټس ډي مرض په لومړي یو څو هفتو کې، د دې په علاماتو کې عموماً، ستړیوالی، زړه بدیدل، او الټې کول، لوږه ختمیدل، تبه، د ذهن په یو ځای تمرکز نه کول، د پوستکي او سترګو زیړوالی (یرقان)، د متیازو توریدل، د لویو بولو رڼیدل او سخت خارښت شامل وي.5 د شدت په حساب سره علامات مختلف کیدی شي. د اوږدې مودې هیپاټایټس ډي اکثر بغیر د څه علاماتو نه په بدن کې موجود وي یا څه معتدل ډول علامات لري، چې هغه ضروري نه ده چې اینې سره تړاو ولري. 10 په دې سره دا خطر موجود وي چې د دې مرض د معلومیدلو بغیر دا د اوږدې مودې لپاره په بدن کې موجود وي او داسې حد ته رسیدلی شي چې اینې ته ډیر زیات نقصان رسولی شي. د دې بیمارۍ په مخکې مرحله کې زیات علامات راښکاره کیږي، لکه په خیټه کې مایعات جمع کیږي چې دې ته (اسایټیز) ویل کیږي، او د دماغي فعالیتونو زیانمند کیدل د اینې بیماري څرګندوي.10

په اصولي توګه هر هغه کس چې د هیپاټایټس بي ناروغي یې لرله، هغه له پکار ده چې د هیپاټایټس ډي لپاره ټېسټ وکړي. په دې کې، اول وینه د هیپاټایټس ډي وایرس خلاف د اینټي باډیز لپاره ټېسټ کیږي. که چیرې نتیجه یې مثبت وي – لکه، اینټي باډیز معلومې کړل شي – نو د دې مطلب دا دی چې تاسو په دې وخت کې د هیپاټایټس ډي وایرس لرئ یا دا چې مخکې مو دا وایرس لرلو او اوس ښه شوی دی. همدغه شان، د وینې یو بل ټېسټ ته به ضرورت وي څو دا معلومه کړل شي چې بیماري ښه شوې کنه اوس هم په بدن کې موجوده ده. دا دویم ټېسټ دا خبره څرګندوي چې آیا هیپاټایټس ډي وایرسونو لا اوس هم په وینه کې موجود دي او کنه. که ستاسو د دې ټېسټ نتیجه هم مثبت وي، نو تاسو فعاله بیماري لرئ.4

د هیپاټایټس ډي علاج په دوایانو کیږي.  د علاج مقصد دا وي چې د وایرس د زیاتیدو مخه ونیول شي او بیا اینه د زیانمن کیدو څخه وساتل شي.11 په دې باره کې د ډاکټر سره خبرې اترې کول ستاسو سره مدد کولی شي چې تر ټولو غوره علاج ترلاسه کړئ او د دې بیمارۍ په باره کې زیات پوهه شئ.

دا عجیبه ده لکه څنګه چې په اوله کې ښکاریده: د هیپاټایټس ډي نه د ځان ساتلو لپاره تر ټولو غوره طریقه دا ده چې د هیپاټایټس بي واکسین وکړئ. دا ځکه چې تاسو ته یوازې په هغه حالت کې د هیپاټایټس ډي بیماري لګیدلی شي، کله چې تاسو ته د هیپاټایټس بي بیماري هم وي.5 د دې نه علاوه، تاسو خطر داسې کمولی شئ چې د دې وایرس د متاثره شوي کسانو د وینې، یا د بدن د نورو مایعاتنو، لکه مني، د جنسي عمل په دوران کې د مایعاتو سره کم تماس ونیسئ، او په لاندې طریقو ترممکن حده پورې ځان ساتلی شئ:1,5,12

  • خوندي جنسي اړیکې
  • کله چې د رګ یا پوزې له لارې نشه کوئ، نو دا یقیني کوئ چې د جراثیمو نه پاک اوزار استعمالوئ او خپلې ستنې د نورو خلکو سره مه شریکوئ
  • کله چې په بدن ټاټو جوړوئ، یا غوږ، پوزه وغیره سورۍ کوئ، دا یقیني کوئ چې ځای او اوزار د جراثیمو نه پاک دي
  • د خپل شخصي صفایۍ داسې شیان د نورو سره مه شریکوئ چې وینه پرې لګیدلی شي(د مثال په توګه ریزرې یا ناخن کاټونه)

زمونږ منځپانګه شریکه کړئ

اضافي موضوعات

هېپاټاېټس بي

که تاسو د هېپاټایټس بي په اړه نور معلومات ترلاسه کول غواړئ، دلته به ډیر مفید معلومات ومومئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ

هېپاټایټس سي

هېپاټایټس سي په اصل کې څه شی دی؟ دلته به تاسو ګټور وضاحت ترلاسه کړئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ

اینه

آیا تاسو د انساني اینې او د هغې د کارونو په اړه نور معلومات ترلاسه کول غواړئ؟ که هم داسې ده نو تاسو سم ځای ته راغلي یئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ

د دې موضوع حوالې

  1. RKI-Ratgeber Hepatitis B und D [RKI guidebook Hepatitis B and D]. https://www.rki.de/DE/Content/Infekt/EpidBull/Merkblaetter/Ratgeber_HepatitisB.html (د 2022 کال په مۍ کې ترلاسه شوی).
  2. Stockdale AJ et al. J Hepatol 2020; 73: 523 -532.
  3. Koh C et al. Gastroenterology 2019; 156(2): 461–476.e1.
  4. Cornberg M et al. Z Gastroenterol 2021; 59: 691 -776.
  5. Hepatitis D. https://www.who.int/news-room/fact-sheets/detail/hepatitis-d (د 2022 کال په مۍ کې ترلاسه شوی).
  6. RKI, Epidemiologisches Bulletin [Epidemiological Bulletin] 29/2021.
  7. Miao Z et al. J Infect Dis. 2020; 221(10): 1677 -1687.
  8. Hepatitis D-Virus. https://www.deutsche-leberstiftung.de/presse/pressemappe/lebererkrankungen/virushepatitis/hepatitis-d/ (د 2022 کال په مۍ میاشت کې ترلاسه شوي)
  9. RKI, Epidemiologisches Bulletin [Epidemiological Bulletin] 29/2019.
  10. Farzi P, Niro GA Semin Liver Dis 2012; 32: 228 -236.
  11. Urban S et al. Gut. 2021; 70(9): 1782-1794.
  12. Hepatitis D. https://www.leberhilfe.org/lebererkrankungen/hepatitis-d/ (د 2022 کال په مۍ کې ترلاسه شوی).