هیپاټایټس سي

هیپاټایټس سي څه شی دی؟

هیپاټایټس سي د اینې یوه بیماري ده چې د هیپاټایټس سي وایرس د وجې رامنځته کیږي. دا په ټوله نړۍ کې خپره شوي ده او یو ډیره عمومي ناروغي ده چې د یو نه بل ته انتقالیږي. تقریباً 71 ملیونه خلک د دې بیمارۍ نه متاثره شوې دي. د دې بیمارۍ د ابتدایي او زړې نمونو ترمنځه فرق موجود دی. په 40 فیصده کیسونو کې د ابتدایي نمونې بیماري پخپله ښه کیږي. البته، د 4 څخه په 3 کېسونو کې دا بیماري د زړې نمونې یا مزمنې بیمارۍ ته اوړي، لکه، د هیپاټایټس سي وایرسونه د بیمارۍ نه وروسته تر 6 میاشتو پورې بیا هم په وینه کې موندل کیدی شي. که د دې علاج ونه کړل شي، نو تر 20 فیصده پورې زوړ هیپاټایټس سي لرونکي خلکو بیماري 20 کاله وروسته سیروسس ته انتقالیږي. د اینې سیروسیس د اینې د کېنسر د زیاتیدو خطر جوړوي.1

په دې باره کې دلته نور معلومات ترلاسه کړئ چې د اینې سیروسس څنګه جوړیږي او دا څه اثرات رامنځته کوي.

دلته د هېپاټایټس سي په اړه یوه معلوماتي ویډیو وګورئ

د هیپاټایټس سي وایرس زیاتره د وینې د انتقال له لارې بل ته انتقالیږي، خو دا د بل د بدن په مایعاتو کې هم موندل کیدی شي، لکه لاړې، مني، خوله یا حتی اوښکې. د دې بیمارۍ د لګیدو د خطر عمومي حالتونه لاندې دي:1

  • ناخوندي جنسي عمل (بې له کنډوم نه) چې د زخمي کیدو زیات امکان په کې موجود وي
  • د نشو د استعمال لپاره د ناپاکه سامانونو استعمالول یا شریکول، چې په دې کې پوزه د راکاږل شامل دي، که چیرې په پوزه د راکاږلو ټیوبونه یا د بېنک نوټونه په شریکه استعمالیږي
  • د شخصي پاملرنې د شیانو شریکول، لکه ریزرې یا قینچیانې
  • د ستنې زخمونه (طبي کارکوونکي)
  • د ماشوم پیدایش، چیرته چې په دې بیمارۍ د اخته میندو څخه ماشومانو ته دا انتقالیږي

هیڅ داسې نښې نښانې موجودې نه دي چې په ښکاره ډول د هیپاټایټس سي څرګندونه وکړي. تقریباً 75 فیصده په دې بیمارۍ اخته بیماران زیات یا معتدل نښې لري. البته، هرڅوک چې د اوږدې مودې لپاره ستړیا محسوسوي، کارګردګي یې کمذورې وي، د خیټې په پورتنۍ برخه کې ناڅرګند درد لري، د اوږدې مودې راهیسې خارښت او د جوړوونه دردونه لري، نو هغه له پکار ده چې د دې په اړه د ډاکټر سره خبره وکړي. د هیپاټایټس سي بیمارۍ بله ممکنه نښه د اینې د انزایمو زیاتیدل دي. هیپاټایټس سي د اینې نه علاوه هم نښې نښانې لرلی شي، چې په دغه نښو کې د ګردو بیماري، د جوړونو بیماري، د پوستکي بیماري او ډپریشن شامل دي. د دې نه علاوه، د هیپاټایټس سي بیماران د شوګر د بیمارۍ زیات خطر لري.1

د هیپاټایټس سي بیمارۍ د معلومولو لپاره د هیپاټایټس سي د وایرس خلاف د انټي باډیز کتلو لپاره د وینې ټېسټ کیږي. په وینه کې د انټي باډیز شتون مطلب دا نه دی چې د هیپاټایټس سي فعاله ناروغي موجود ده. که چیرې یو کس په تیرو وختونو کې د هیپاټایټس سي په ناروغۍ اخته شوی هم وي او بیا ښه شوی وي، دغه انټي باډيز ټول ژوند د هغه په بدن کې موجود وي. نو که چیرې ټېسټ مثبت وي – نو همدغه خبره ده چې انټي باډیز معلومیدی شي – د وینې بل ټېسټ بیا کیږي ترڅو دا معلومه کړل شي چې آیا د هیپاټایټس سي وایرس موجود دی او کنه. او وروسته له هغې بیا د هیپاټایټس سي د بیمارۍ تشخیص تصدیق کیږي. خبرداری: حتی د کامیاب علاج وروسته هم د هیپاټایټس سي وایرس نوي بیماري رامنځته کیدل ممکن دي.1

دا ټېسټ خصوصاً د دې لپاره ګټور دی: 2

  • هغه خلک چې د رګونو / پوزې له لارې نشې کوي (فعال او پخوانی)
  • هغه خلک چې د مخکې نه په HIV یا هیپاټایټس بي ناروغۍ اخته شوي وي
  • د هغو کسانو او د شریک حیات سره جنسي اړیکې لرل چې په هیپاټایټس سي بیمارۍ اخته شوي وي
  • د هغه ملکونو مهاجرین چیرې چې د هیپاټایټس سي وایرس زیات وي (لک، مدیترانې سیمه، ختیځ یورپ)
  • هغه خلک چې په جیل کې پاتې شوې وي
  • هغه خلک چې د اینې انزایمونه یې زیات وي او/یا د هیپاټایټس نښې لري
  • هغه خلک چې وینه ترلاسه کوي، د وینې محصولات یا ټرانسپلانټونه (د 1992 کال نه مخکې)
  • هغه بیماران چې د هیموډالیسز علاج یې کړی وي (د وینې صفا کول)
  • هغه خلک چې په بدن ټاټو یا سوري لري
  • هغه کسان چې د زیات زیان د خطر سره جنسي فعالیتونه کوي
  • د هیپاټایټس سي لرونکي میندو ماشومان
  • هغه خلک چې د خپل کار د لاسه د دې بیمارۍ خطره لري
  • د وینې، اندام او ټشو ورکوونکي

کوم کسان چې بیمه شوې وي، هغوی هم دا فرصت لري چې د 35 کلن کیدو وروسته د خپل صحت په ’عامو معاینو‘ کې یو ځل د هیپاټایټس B (او د C) ټېسټ یې وړیا وکړل شي.3

د ابتدایي هیپاټایټس سي عموماً علاج نه کیږي، ځکه چې دا اکثرا پخپله ښه کیږي.1 د پخوانۍ نمونې لپاره – د مثال په توګه، کله چې وایرس معلوم شي، د ابتدایي هیپاټایټس نښې نښانې موجوې نه وي او په تیرو 6 میاشتو کې د انتقالیدو څه خطر موجود نه وي – ګڼ شمیر مستقیم انټي وایرل درمل ورکول کیږي، چې عموماً ښه زغمل کیږي او ډیر ښه کار کوي. 1,4 د علاج د کامیابۍ د یقیني کولو لپاره، د علاج وروسته بیا د وینې ټېسټ کیږي ترڅو وکتل شي چې ایا د هیپاټایټس سي وایرسونه اوس هم موجود دي او کنه.1

خبرداری: حتی د کامیاب علاج وروسته هم د هیپاټایټس سي وایرس نوي بیماري رامنځته کیدل ممکن دي.1

په دې وخت کې د هیپاټایټس سي لپاره واکسین نشته. له همدې امله، دا ډیره ضروري ده چې د مناسبو اقدامات په کولو سره د ممکنه بیمارۍ څخه ځان وساتئ. د دې بیمارۍ د مخنیوي لپاره دا ضروري ده:1

  • جنسي عمل په خوندي طریقه کوئ
  • کله چې نشه کوئ نو یوازې هغه لوښې استعمالوئ چې د جراثیمو نه پاک وي او د نورو کسانو سره مه شریکوئ
  • کله چې په بدن ټاټو جوړوئ یا پوزه، غوږ وغیره سوری کوئ، نو شخصي صفایۍ کوئ او داسې اوزار استعمالوئ چې د جراثیمو نه پاک وي
  • د خپل شخصي صفایۍ داسې شیان د نورو سره مه شریکوئ چې وینه پرې لګیدلی شي(د مثال په توګه ریزرې یا ناخن کاټونه)

زمونږ منځپانګه شریکه کړئ

اضافي موضوعات

د استعمالوونکي سروې

په Meine-Leber-und-ich.de کې ورکړل شوي معلومات ستاسو څومره خوښیږي؟ تاسو په خلاص زړه د کارونکي په دې سروی کې برخه اخیستلی شئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ

هېپاټایټس ډي

د هېپاټایټس ډي په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ! دا بیماري د هېپاټایټس بي څخه په څه ډول مختلفه ده؟ او څنګه کولای شو خپل ځان ترې وژغورئ؟

نور معلومات ترلاسه کړئ

اینه

آیا تاسو د انساني اینې او د هغې د کارونو په اړه نور معلومات ترلاسه کول غواړئ؟ که هم داسې ده نو تاسو سم ځای ته راغلي یئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ

د دې موضوع حوالې

  1. RKI-Ratgeber Hepatitis C [RKI guidebook Hepatitis C]. https://www.rki.de/DE/Content/Infekt/EpidBull/Merkblaetter/Ratgeber_HepatitisC.html (د 2022 کال په مي کې ترلاسه شوی).
  2. Sarrazin C et al. Z Gastroenterol 2018; 56: 756 -83.
  3. Kassenärztliche Vereinigung – Praxisnachrichten [Association of Statutory Health Insurance Physicians – Practice News]. https://www.kbv.de/html/1150_50632.php (د 2022 کال په مي کې ترلاسه شوی).
  4. Sarrazin C et al. Z Gastroenterol 2020; 58: 1110 -1131.