هیپاټایټس بي

هیپاټایټس بي څه شی دی؟

هیپاټایټس بي د اینې یوه بیماري ده چې د هیپاټایټس بي وایرس د وجې رامنځته کیږي. په زیاتره حالاتو کې بالغ کسانو ته اکثر د هیپاټایټس بي بیماري ناڅاپه لګي او په ابتدایي مرحله کې وي، په داسې حال کې چې بدن پخپله دغه وایرس ختمولی شي او د دې د وجې تاسو ته بیا د هیپاټایټس بي بیماري نه لګي. البته، تر 10 فیصده پورې هغه کسان چې دا بیماري لري، د هغوی د هیپاټایټس بي بیماري اوږدیږي، او بیا د دوی د بیمار کیدو وروسته هم تر 6 میاشتو پورې دا وایرس د دوی په وینه کې موندل کیدی شي او نورو کسانو ته هم دا بیماري لګیدلی شي.1 هغه مریضان چې د هیپاټایټس بي اوږده بیماري لري، هغوی ته د سیروسیس په نامه د اینې سخته بیماري او د اینې د کېنسر خطره هم زیاتوي.2

دلته په دې اړه نور معلومات ولولئ چې د اینې ناروغي څنګه په سیروسیس بدلیږي او د دې اغیزې څه وي.

د وړو ماشومانو او هغه خلکو چې د مدافعې سیسټم یې کمذوری وي، د هغوی د ابتدایي هیپاټایټس بي علاج ډیر کم کیږي او تر 90 فیصد کیسونو کې دا اوږدې بیمارۍ ته اوړي.1

دلته د هېپاټایټس بي په اړه یوه معلوماتي ویډیو وګورئ

د یو نه بل ته لږیدل

هیپاټایټس د هغه عامو بیماریو نه ده چې د یو نه بل کس ته لګي:1

  • په ټوله نړۍ کې، تقربیاً 2 بلیونه خلک د هیپاټایټس بي وایرس1 بیماري لرله یا یې اوس لري.
  • په کال کې تقریباً 1.5 ملیون خلکو ته دا بیماري لګي3
  • په جرمني کې، په 2020 کال کې د 7000 څخه لږ شان کمو کسانو ته د هیپاټایټس بي (ابتدایي او اوږده) مرض لګیدلی او راپور شوي و، او شاید د نه راپور شوي کسانو شمیر لا نور هم زیات وي.2

هیپاټایټس بي داسې مرض دی چې د یو نه بل ته انتقالیږي. دا زیاتره د وینې له لارې انتقالیږي، خو د بدن په نورو مایعاتو کې هم موندل کیږي، لکه لاړې، اوښکې، مني او د جنسي اندامونو رطوبتونه. دا وایرسونه زیاتره د ناخوندي جنسي اړیکې په دوران

  • د متاثره شوي کس یعني مریض سره (بې له کنډوم نه) ناخوندي جنسي اړیکه
  • داسې ستنې استعمالول چې د جراثیمو نه پاکې شوې نه وي او د نشو د استعمال په وخت د نشې د راکاږلو ټیوبونه په شریکه استعمالول
  • په بدن ټاټو ویستل یا سوري کول، په داسې حال کې چې استعمالیدونکي ستنې/سامان دا وایرس لري
  • د شخصي استعمال د سامانونو په شریکه استعمالول، لکه، ریزرې
  • د مور نه ماشوم ته د پیدایش پر وخت انتقالیږي، کله چې یې مور دا بیماري لري.1

هیپاټایټس بي د اوږدې مودې لپاره ناڅرګنده پاتې کیدی شي، ځکه چې دا اکثر نورمال ښکاري او د بیمارۍ هیڅ قسم نښې نښانې موجودې نه وي. که چیرې تاسو د اوږدې مودې لپاره په خپل ځان کې دا لاندې نښې نښانې وینئ، نو پکار ده چې ډاکټر ته ځان وښایئ:1

  • زړه ډک ډک کیدل او قی کول
  • لوږه نه راتلل
  • بې اطمیناني
  • تبه
  • دجوړونو درد
  • غالباً د پوستکي او سترګو ژیړیدل (زیړی)
  • د متیازو رنګ خړیدل، او د لویو بولو رنګ رڼیدل

د هیپاټایټس بي بیمارۍ د معلومولو لپاره د وایرس او د مختلفو وایرسونو د اجزاو خلاف د انټي باډیز کتلو لپاره د وینې ټېسټ کیږي، .1

کوم کسان چې بیمه شوې وي او عمرونه یې د 35 کالو نه زیات وي، هغوی هم دا فرصت لري چې د خپل صحت په ’عامو معاینو‘ کې یو ځل د هیپاټایټس بي (او د سي) ټېسټ یې وړیا وکړل شي.4

له دې امله چې په ناروغۍ اخته مېندې کولی شي د زېږون پر مهال ماشوم ته ویروس انتقال کړي، نو امېندوارې مېرمنې د هیپټایټس بي دپاره ژر تر ژره معاینه کېږي.5 که چیرې د هیپاټایټس بي وایرس په دغه ټېسټ کې راښکاره شي، نو بیا د هیپاټایټس ډي ټېسټ هم کیږي. د هیپاټایټس D وایرس په یو وخت کې شتون کولی شي د اینې په ناروغۍ باندې منفي اغیزه وکړي.1

لوی کسان عموماً د ابتدایي هیپاټایټس بي د بیمارۍ نه بغیر څه د ستونزو ښه کیږي او نښې نښایې یې یو څو هفتې وروسته پخپله کمیږي.1 البته، که چیرې د هیپاټایټس بي ډیره موده وشي، نو بیا به په باقاعدګۍ سره د ډاکټر معاینو ته ضرورت وي څو د دغې بیمارۍ پرمختګ وکتل شي او په ابتدایي. مرحله کې په اینه کې بدلونونه معلوم کړل شي.6 د دوایانو سره علاج یو انتخاب دی.  د دې د علاج لپاره دوه اختیارونه موجود دي:1

  1. PEG interferon-alpha
    • د څه محدود وخت لپاره ورکول کیږي، خو دا د ټولو ناروغانو لپاره مناسب نه وي
  1. خاص دوایانې چې مستقیماً د وایرس خلاف کار کوي
  • وایرس د خپریدو نه منع کوي
  • او اکثره په دایمي توګه دا خوړل کیږي.

په ډیرو حالتونو کې، د هیپاټایټس بي علاج نه کیږي، خو په وخت سره علاج د سیروسس یا د اینې د کېنسر د جوړیدو خطر کموي.1,3 کوم ډاکټر چې ستاسو علاج کوي هغه به پریکړه وکړي چې ستاسو لپاره کوم قسم علاج مناسب دی.

د 1982 راهیسې، د هیپاټایټس بي لپاره ډیر ښه او موثر واکسین موجود دي، چې د 2 میاشتو پورې ماشومانو ته هم ورکول کیدی شي.1,6 دا د هیپاټایټس بي وایرس لپاره د ټولو نه غوره خوندیتوب دی. که تاسو د هیپاټایټس بي واکسین کړې وي، نو هیپاټایټس ډي بیماري به درته هم نه لګي.

د دې نه علاوه،څومره چې ممکن وي په دې ناروغۍ د اخته مریضانو د وینې او بدن د معایناتو نه په ځان ساتلو سره د دې بیمارۍ خطره کمیدی شي، د مثال په توګه د لاندې طریقې او اقداماتو له لارې:1

  • په خوندي طریقه جنسي اړیکې لرل (کنډوم خطر کموي، خو خطر بیخي نه ختمیږي)
  • د رګونو او پوزې د دوایانو لپاره، د انجیکشن خپل سامان استعمالوئ، هیڅکله د نورو سره دغه سامان مه شریکوئ
  • کله چې په بدن کې ټاټو جوړوئ یا دا سوری کوئ، نو دا ضروري خبره ده چې د جراثیمو نه پاک سامان استعمالوئ
  • هیڅکله هم د خپلې شخصي صفایۍ داسې سامان د چا سره مه شریکوئ چې شاید وینه پرې ولګي، لکه ریزرې.

زمونږ منځپانګه شریکه کړئ

اضافي موضوعات

هېپاټایټس سي

هېپاټایټس سي په اصل کې څه شی دی؟ دلته به تاسو ګټور وضاحت ترلاسه کړئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ

هېپاټایټس ډي

د هېپاټایټس ډي په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ! دا بیماري د هېپاټایټس بي څخه په څه ډول مختلفه ده؟ او څنګه کولای شو خپل ځان ترې وژغورئ؟

نور معلومات ترلاسه کړئ

اینه

آیا تاسو د انساني اینې او د هغې د کارونو په اړه نور معلومات ترلاسه کول غواړئ؟ که هم داسې ده نو تاسو سم ځای ته راغلي یئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ

د دې موضوع حوالې

  1. RKI-Ratgeber هیپا ټایټس بي او ډي  [RKI کتابچه هیپا ټایټس بي او ډي]. https://www.rki.de/DE/Content/Infekt/EpidBull/Merkblaetter/Ratgeber_HepatitisB.html (د لاسرسي نېټه اکتوبر 2023).
  2. RKI, Epidemiologisches Bulletin [Epidemiological Bulletin] 29/2021.
  3. هیپاټایټس بي. https://www.who.int/news-room/fact-sheets/detail/hepatitis-b (د لاسرسي نېټه اکتوبر 2023).
  4. Kassenärztliche Vereinigung – Praxisinformation [Association of Statutory Health Insurance Physicians – Practice News]. https://www.kbv.de/media/sp/Praxisinformation_Gesundheitsuntersuchung.pdf (د لاسرسي نېټه اکتوبر 2023).
  5. د امیندوارۍ په اوږدو کې او د ماشوم د زېږون څخه وروستو د فیډرالي ګډې کمېټې د فیډرالي ګډې کمېټې (2023 (لارښوونې (“د زېږون لارښوونې”).https://www.g-ba.de/downloads/62-492-3191/Mu-RL_2023-04-20_iK-2023-06-30.pdf (د لاسرسي نېټه اکتوبر 2023).
  6. Cornberg M et al. Z Gastroenterol 2021; 59: 691 -776.