هیپاټایټس بي د اینې یوه بیماري ده چې د هیپاټایټس بي وایرس د وجې رامنځته کیږي. په زیاتره حالاتو کې بالغ کسانو ته اکثر د هیپاټایټس بي بیماري ناڅاپه لګي او په ابتدایي مرحله کې وي، په داسې حال کې چې بدن پخپله دغه وایرس ختمولی شي او د دې د وجې تاسو ته بیا د هیپاټایټس بي بیماري نه لګي. البته، تر 10 فیصده پورې هغه کسان چې دا بیماري لري، د هغوی د هیپاټایټس بي بیماري اوږدیږي، او بیا د دوی د بیمار کیدو وروسته هم تر 6 میاشتو پورې دا وایرس د دوی په وینه کې موندل کیدی شي او نورو کسانو ته هم دا بیماري لګیدلی شي.1 هغه مریضان چې د هیپاټایټس بي اوږده بیماري لري، هغوی ته د سیروسیس په نامه د اینې سخته بیماري او د اینې د کېنسر خطره هم زیاتوي.2
دلته په دې اړه نور معلومات ولولئ چې د اینې ناروغي څنګه په سیروسیس بدلیږي او د دې اغیزې څه وي.
د وړو ماشومانو او هغه خلکو چې د مدافعې سیسټم یې کمذوری وي، د هغوی د ابتدایي هیپاټایټس بي علاج ډیر کم کیږي او تر 90 فیصد کیسونو کې دا اوږدې بیمارۍ ته اوړي.1
هیپاټایټس د هغه عامو بیماریو نه ده چې د یو نه بل کس ته لګي:1
هیپاټایټس بي داسې مرض دی چې د یو نه بل ته انتقالیږي. دا زیاتره د وینې له لارې انتقالیږي، خو د بدن په نورو مایعاتو کې هم موندل کیږي، لکه لاړې، اوښکې، مني او د جنسي اندامونو رطوبتونه. دا وایرسونه زیاتره د ناخوندي جنسي اړیکې په دوران
هیپاټایټس بي د اوږدې مودې لپاره ناڅرګنده پاتې کیدی شي، ځکه چې دا اکثر نورمال ښکاري او د بیمارۍ هیڅ قسم نښې نښانې موجودې نه وي. که چیرې تاسو د اوږدې مودې لپاره په خپل ځان کې دا لاندې نښې نښانې وینئ، نو پکار ده چې ډاکټر ته ځان وښایئ:1
د هیپاټایټس بي بیمارۍ د معلومولو لپاره د وایرس او د مختلفو وایرسونو د اجزاو خلاف د انټي باډیز کتلو لپاره د وینې ټېسټ کیږي، .1
کوم کسان چې بیمه شوې وي او عمرونه یې د 35 کالو نه زیات وي، هغوی هم دا فرصت لري چې د خپل صحت په ’عامو معاینو‘ کې یو ځل د هیپاټایټس بي (او د سي) ټېسټ یې وړیا وکړل شي.4
له دې امله چې په ناروغۍ اخته مېندې کولی شي د زېږون پر مهال ماشوم ته ویروس انتقال کړي، نو امېندوارې مېرمنې د هیپټایټس بي دپاره ژر تر ژره معاینه کېږي.5 که چیرې د هیپاټایټس بي وایرس په دغه ټېسټ کې راښکاره شي، نو بیا د هیپاټایټس ډي ټېسټ هم کیږي. د هیپاټایټس D وایرس په یو وخت کې شتون کولی شي د اینې په ناروغۍ باندې منفي اغیزه وکړي.1
لوی کسان عموماً د ابتدایي هیپاټایټس بي د بیمارۍ نه بغیر څه د ستونزو ښه کیږي او نښې نښایې یې یو څو هفتې وروسته پخپله کمیږي.1 البته، که چیرې د هیپاټایټس بي ډیره موده وشي، نو بیا به په باقاعدګۍ سره د ډاکټر معاینو ته ضرورت وي څو د دغې بیمارۍ پرمختګ وکتل شي او په ابتدایي. مرحله کې په اینه کې بدلونونه معلوم کړل شي.6 د دوایانو سره علاج یو انتخاب دی. د دې د علاج لپاره دوه اختیارونه موجود دي:1
په ډیرو حالتونو کې، د هیپاټایټس بي علاج نه کیږي، خو په وخت سره علاج د سیروسس یا د اینې د کېنسر د جوړیدو خطر کموي.1,3 کوم ډاکټر چې ستاسو علاج کوي هغه به پریکړه وکړي چې ستاسو لپاره کوم قسم علاج مناسب دی.
د 1982 راهیسې، د هیپاټایټس بي لپاره ډیر ښه او موثر واکسین موجود دي، چې د 2 میاشتو پورې ماشومانو ته هم ورکول کیدی شي.1,6 دا د هیپاټایټس بي وایرس لپاره د ټولو نه غوره خوندیتوب دی. که تاسو د هیپاټایټس بي واکسین کړې وي، نو هیپاټایټس ډي بیماري به درته هم نه لګي.
د دې نه علاوه،څومره چې ممکن وي په دې ناروغۍ د اخته مریضانو د وینې او بدن د معایناتو نه په ځان ساتلو سره د دې بیمارۍ خطره کمیدی شي، د مثال په توګه د لاندې طریقې او اقداماتو له لارې:1
هېپاټایټس سي په اصل کې څه شی دی؟ دلته به تاسو ګټور وضاحت ترلاسه کړئ.
د هېپاټایټس ډي په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ! دا بیماري د هېپاټایټس بي څخه په څه ډول مختلفه ده؟ او څنګه کولای شو خپل ځان ترې وژغورئ؟
آیا تاسو د انساني اینې او د هغې د کارونو په اړه نور معلومات ترلاسه کول غواړئ؟ که هم داسې ده نو تاسو سم ځای ته راغلي یئ.