بار بار شوې پوښتنې یا سوالونه

د هیپاټایټس بي، سي، ډي په باره کې د بیا بیا سوالونو برخه

په دې برخه کې به تاسو د اینې د روغتیا، هیپاټایټس بي، هیپاټایټس سي او هیپاټایټس ډي د موضوعاتو په باره کې بیا بیا پوښتل شوي سوالونه وګورئ.
اړوندې موضوع ته د ډایریکټ تللو لپاره په دغه موضوع کلیک کړئ.

اینه او هیپاټایټس

اینه څه کار کوي؟

اینه د میټابولیک یوه ضروري اندام دی. دا په بدن کې غذايي مواد ذخیره کوي، پروټین جوړوي، په هاضمه کې مدد کوي او هغه مواد ټوټی کوي کوم چې بدن نور نشي سمبالولی یا هغه مواد چې زهرجن وي.

هیپاټایټس سي څه شی دی؟

هیپاټایټس د اینې سوزش یا بیمارۍ ته ویل کیږي(hepar = اینه، -itis = سوزش). په سختو کسیونو کې، په دې سره دغه اندام کار کول پریږدي.

د هیپاټایټس وجوهات څه دي؟

د اینې سوزش يا هيپاټایټس ډېر وجوهات لري. په دې کې پیتوجینز یا لاملونه شامل دي، لکه، د هیپاټاټیس مختلف وایرسونه، د الکولو غلط استعمال، زهر خوړل، د مدافعتي نظام بیماري، په اینه باندې د چربۍ بیماري یا زخم.

فایبروسس څه شی دی؟

فایبروسس د اینې زخم ته ویل کیږي. اینه هله زخمي کیږي کله چې د اینې مړه شوي سیلونه د نښلیدونکي ټشو سره بدل شي.

سیروسیس څه شی دی؟

د اینې سیرروسس د اینې د زخم ( فایبروسس) یوه سخته مرحله ده. په دې سره سختې مسلې رامنځته کیدی شي، لکه د مایعاتو د جمع کیدو د وجې د خیټې پړسوب، په مرۍ کې د رګونو پړسیدل، د بدن دننه وینه تلل، د دماغو بیماري او د اینې کار پریښودل. په دې سره د اینې د کېنسر خطر هم زیاتیږي

هیپاټایټس سي

هیپاټایټس سي څه شی دی؟

هیپاټایټس سي د اینې سوزش ته ویل کیږي چې د هیپاټایټس سي وایرس د انفیکشن د وجې رامینځته کیږي. دا کیدی شي ابتدایي وي او په خپله ښه شي. البته، دا په 85 فیصده بیمارانو کې زړې یا مزمنې بیمارۍ ته اوړي.2

د هیپاټایټس سي وایرس څنګه د یو نه بل ته انتقالیږي؟

د هیپاټایټس سي د یو نه بل ته لګیدل د وینې د اړیکې له لارې رامنځته کیږي. دلته وګورئ چې درته معلومه شي چې په کومو حالتونو کې دا انفیکشن رامنځته کیدی شي.

تاسو د هیپاټایټس سي وایرس د انفیکشن نه ځان څنګه ساتلی شئ؟

د وینې د اړیکې په نه نیولو سره.  د مخنیوي او احتیاطي تدابیرو سره به تاسو د هیپاټایټس سي څخه د ځان ساتنې لپاره مهم اقدامات ومومئ.

د هیپاټایټس سي بیماري څه پایلې لرلی شي؟

د ابتدایي هیپاټایټس سي په حالت کې، دا انفیکشن بغیر د څه اقداماتو کولو پخپله ښه کیږي او بیا عموماً څه پایلې نه لري. زوړ هیپاټایټس سي د اینې د زخم او اینې د کېنسر د زیات وخت لپاره خطره جوړولی شي.1

ما ته به څنګه معلومیږي چې زه په هیپاټایټس سي بیمارۍ اخته یم؟ د دې نښې نښانې څه دي؟

دا بیماري هیڅ ښکاره نښې نښانې نه لري. هیپاټایټس داسې ظاهریدی شي، د مثال په توګه: ستړیا او کمذوري کارګردګي، د خیټې د بره برخې تکلیف، خارښت، د جوړونو مسلې او د اینې د انزایمو زیاتیدل.1 البته، داسې هم کیدی شي چې دا بیماري هیڅ نښې نښانې ونه لري.

آیا زه د هیپاټایټس سي واکسین کولی شم؟

نه، په دې وخت کې د هیپاټایټس سي واکسین نشته.

د هیپاټایټس سي د معلومولو لپاره کوم ټېسټونه کیږي؟

د هیپاټایټس سي د وایرس د انفیکشن موندلو لپاره مختلفې لارې موجودې دي. د وایرس خلاف د انټي باډي ټېسټونه دا څرګندوي چې د معافیت سیسټم د پیتوجین سره مخ دی. دا د چټک ټېسټونو په نامه هم موجود دي. که چیرې ټېسټ کار وکړي او مثبت پایله څرګنده کړي، نو وایرل جینیتکي موادو معلومولو له لارې د دې تصدیق کولو ته ضرورت وي، چې دې ته HCV RNA ویل کیږي. دوهم ثبوت د تشخیص پریکړه کول دي.1

زه به د هیپاټایټس سي لپاره څو ځله ټېسټ کوم؟

د دې سوال څه عمومي جواب نشته. هر هغه کس چې دا اندیښنه لري چې د یوې واقعې د وجې د هیپاټایټس سي په ناروغۍ اخته دی، هغه کولی شي چې د معلومولو لپاره یې یو ټېسټ وکړي.  خو، هغه څوک چې بیا بیا یا مسلسل د خطر لرونکي حالاتو سره مخ کیږي، هغه له پکار ده چې بیا بیا ټېسټ وکړي، حتی په باقاعده توګه. د مثال په توګه، هغه خلک چې د رګونو له لارې نشه کوي، هغوی له پکار ده چې په کال کې یو ځل ټېسټ کوي.2

زه د هیپاټایټس سي ټېسټ کوم ځای کولی شم؟

د هیپاټایټس سي ټسټ د ډاکټرانو په سرجریانو او کلېنیکونو کې کیږي او په ځینې ځایونو کې د اېډز، نشو د مرستې په مرکزونو کې هم کیږي.

د هیپاټایټس سي علاج څنګه کیږي؟

د هغه مخصوص دوایانو سره د دې علاج کیږي چې خصوصاً د هیپاټایټس سي وایرسونه په نښه کوي. دا دوایانې عموماً بدن په اسانۍ سره زغملی شي او تقریباً د ټولو بیمارانو علاج پرې کیږي.

ما ولې پکاره ده چې د هیپاټایټس سي علاج وکړم؟

علاج عموماً همیشه د هیپاټایټس سي ناروغي ختموي، د بیمار صحت ښه کوي، اینه د نور نقصان نه ساتي، یا حتی که اینه د مخکې نه زیانمنه شوې وي، نو هغه هم ښه کوي. دا خبره هم یاد ساتل ضروري ده: کامیاب علاج دا یقیني کوي چې ستاسو څخه دا وایرس نورو ته نه انتقالیږي.

د علاج پیسې څوک ورکوي؟

د هیپاټایټس سي د دوایانو پیسې د صحت د بیمې د فنډ څخه ورکول کیږي.4

د ښه کیدو وروسته ما ته د هیپاټایټس سي بیماري بیا لګیدلی شي؟

هو، بیماري بیا لګیدل ممکن ده.

هیپاټایټس بي

هیپاټایټس بي څه شی دی؟

هیپاټایټس بي د اینې یوه بیماري ده چې د هیپاټایټس بي وایرس د وجې رامنځته کیږي. دا کیدی شي ابتدایي وي او په خپله ښه شي. خو، په ځینو حالاتو کې، دا اوږدې یعني مزمنې بیمارۍ ته هم بدلیدلی شي.5,6

هیپاټایټس بي څنګه تاسو ته انتقالیږي؟

تاسو د هیپاټایټس بي په ویروس لګیدلو سره هیپاټایټس بي لګي.

د هیپاټایټس بي وایرس څنګه د یو نه بل ته انتقالیږي؟

د یو نه بل ته عموماً د وینې د لارې انتقالیږي. دلته تاسو د هیپاټایټس بي د انتقال د لارو مثالونه کتلی شئ.

تاسو د هیپاټایټس بي وایرس د بیمارۍ نه ځان څنګه ساتلی شئ؟

د هیپاټایټس بي وایرس د بیمارۍ د مخنیوي لپاره ترټولو مهم اقدام واکسین دی. دځینې مختلف طریقې او اقدامات هم موجود دي چې د بیمارۍ څخه ساتنه کولی شي.

د هیپاټایټس بي پایلې څه دي؟

بالغان د هیپاټایټس بي نه عموماً پخپله بغیر څه د پایلو نه ښه کیږي. که بیماري اوږده شي، نو دا د اینې زخم یا سیروسس یا بیا ته اینې کېنسر ته بدلیدلی شي،خصوصاً کله چې د هیپاټایټس بي علاج ونه کړل شي. 5

ما ته به څنګه معلومیږي چې زه په هیپاټایټس بي بیمارۍ اخته یم؟ د دې نښې نښانې څه دي؟

د هیپاټایټس بي وایرس بیماري اکثر څرګنده نه وي. خو، که چیرې لاندې نښې نښانې موجودې وي، نو کیدی شي دا هیپاټایټس بي وي: 5

  • ستړیا او کمذوري کارکردګي
  • د ګیډې په ښۍ پورتنۍ برخه کې بې اطمیناني
  • لوږه نه راتلل
  • د زخمي کیدو رجحان یا زیاته خطره
  • د پوستکي خارښت
  • د پوستکي او سترګو ژېړوالی
  • د متیازو رنګ توریدل
  • د لویو بولو رنګ بدلیدل
  • د اینې انزایم زیاتیدل

آیا زه د هیپاټایټس بي واکسین کولی شم؟

هو، د هیپاټایټس بي واکسین بدن په ښه توګه زغملی شي او دا ډیر موثر دي.6

د هیپاټایټس بي د معلومولو لپاره کوم ټېسټونه کیږي؟

د هیپاټایټس بي بیمارۍ د معلومولو لپاره د هیپاټایټس بي وایرس د مختلف اجزاو او د دې خلاف د اینټي باډیز لپاره وینه ټېسټ کیږي.

د هیپاټایټس بي ټېسټ د کومو کسانو لپاره ضروري دی؟

د هیپاټایټس بي د ټېسټ مشوره خصوصاً لاندې کسانو ته ورکول کیږي

  • هغه کسان چې نشې کوي او د نشې لپاره د نورو سره ستنې یا ټیوبونه په شریکه استعمالوي
  • هغه کسان چې د ژوندي یا جنسي اړیکې ملګري یې دا بیماري لري
  • هغه کسان چې بار بار جنسي اړیکې لرونکي ملګري بدلوي
  • د هغه ملکونو خلک چې هیپاټایټس بي په کې زیات دی
  • هغه کسان چې په طبي څانګه کې کار کوي او د وینې په برخه کې کار کوي
  • امیندوارې ښځې (د امیندوارۍ د 32 مې هفتې نه ښه معاینه)7
  • هغه نوي پیدا شوي ماشومان چې مور ته یې دا ناروغي وه

زه د هیپاټایټس بي ټېسټ کوم ځای کولی شم؟

د هیپاټایټس بي ټسټ د ډاکټرانو په سرجریانو او کلېنیکونو کې کیږي او په ځینې ځایونو کې د اېډز، نشو د مرستې په مرکزونو کې هم کیږي.

د هیپاټایټس بي علاج څنګه کیږي؟

عموماً د ابتدایي ډول هیپاټایټس بي علاج کولو ته ضرورت نه وي، او په هر کېس کې زوړ هیپاټایټس بي هم علاج ته اړتیا نه لري. دلته، مختل عوامل، لکه د وایرل جینیتکي موادو تمرکز (مختصراً HBV DNA)، د دې تعین کوي چې آیا علاج ته ضرورت شته او کنه.5  د درملو علاج دوه قسمونه لري.

هیپاټایټس ډي

هیپاټایټس ډي څه شی دی؟5,8

هیپاټایټس ډي د اینې یوه بیماري ده چې د هیپاټایټس ډي وایرس د بیمارۍ د وجې رامنځته کیږي، او همیشه د هیپاټایټس بي وایرس بیمارۍ ته ضرورت لري.

هیپاټایټس ډي څنګه تاسو ته انتقالیږي؟

تاسو ته هیپاټایټس ډي لګي که تاسو د هیپاټایټس ډي په وایرس اخته شئ. خو، د زیاتیدو لپاره دا وایرس په هیپاټایټس بي وایرس باندې تکیه او انحصار کوي.

د هیپاټایټس ډي وایرس سره یو ځای ناروغي څه ته ویل کیږي؟

یو ځای ناروغي دې ته ویل کیږي کله چې یو مریض په یو وخت په هیپاټایټس بي او هیپاټایټس ډي دواړو اخته وي.

د هیپاټایټس ډي وایرس سوپر انفیکشن څه ته ویل کیږي؟

سوپر انفیکشن دې ته ویل کیږي کله چې یو مریض د مخکې نه د هیپاټایټس بي بیماري لري، او بیا ورته د هیپاټایټس ډي بیماري هم ولګي.

د هیپاټایټس ډي وایرس څنګه د یو نه بل ته انتقالیږي؟

د هیپاټایټس بي په شان، هیپاټایټس ډي د یو نه بل ته انتقالیږي، او دا د وایرس لرونکي وینې یا بدن د معایعاتو له لارې انتقالیږي.

تاسو د هیپاټایټس ډي وایرس د بیمارۍ نه ځان څنګه ساتلی شئ؟

په دې برخه کې تر ټولو مهم کار دا دی چې د هیپاټایټس بي واکسین وکړئ، ځکه چې د هیپاټایټس ډي وایرسونه یوازې د هیپاټایټس بي وایرسونو په موجودګۍ کې زیاتیږي. ګنې نو دا ضروري ده چې د وایرس لرونکي وینې، منۍ، جنسي مایعاتو د اخراج او د بدن د نورو مایعاتو څخه ځان د لاندې اقداماتو په کولو سره ځان وساتئ.

د هیپاټایټس ډي ناروغي کومې پایلې لري؟

که چیرې په یو وخت کې ناروغۍ لرئ، نو سخت ابتدایي ناروۍ او ړزې هیپاټایټس ډي بیمارۍ ته انتقالیدل ډیر کم رامنځته کیږي.  د سوپر انفیکشن په حالت کې حالت مختلف وي. دا کولی شي چې د سختې او مزمن بیمارۍ لامل شي.

ما ته به څنګه معلومیږي چې د هیپاټایټس ډي بیماري لرم؟ د دې نښې نښانې څه دي؟

د هیپاټایټس ډي نښې نښانې اکثر څه خاص نه وي او د بل وایرس لرونکي اینې د بیماریو سره یې یو شان وي.

آیا زه د هیپاټایټس ډي واکسین کولی شم؟

د هیپاټایټس ډي څه خاص واکسین نشته. خو، د هیپاټایټس بي واکسین هم د هیپاټایټس ډي وایرسونو د بیمارۍ خلاف ساتنه کوي.

د هیپاټایټس ډي معلومولو لپاره کوم ټېسټونه کیږي؟

د هیپاټایټس ډي د معلومولو لپاره دوه قسمه ټېسټونه کیږي، چې دواړه د وینې د نمونې په اخیستلو سره کیږي. لومړی، موږ د هیپاټایټس ډي وایرسونو خلاف انټي باډيز ګورو. که ټېسټ مثبت وي، د وایرس جینیکیک مواد، چې د HDV RNA په نوم یادیږي، د تایید لپاره ازمویل کیږي.

کوم کسانو له پکار ده چې د هیپاټایټس ډي ټېسټ وکړي؟

د هیپاټایټس بي ټول مریضانو له پکار ده چې د هیپاټایټس ډي ټېسټ هم وکړي.5

زه د هیپاټایټس ډي ټېسټ کوم ځای کولی شم؟

د هیپاټایټس ډي ټېسټونه د ډاکټرانو په سرجریو او کلینیکونو کې کیږي.

ایا د هیپاټایټس ډي علاج شته؟

د هیپاټایټس ډي علاج په دوایانو کیږي. د علاج مقصد دا وي چې د وایرس د زیاتیدو مخه ونیول شي او بیا اینه د زیانمن کیدو څخه وساتل شي.8  په دې باره کې د ډاکټر سره خبرې اترې کول ستاسو سره مدد کولی شي چې تر ټولو غوره علاج ترلاسه کړئ او د دې بیمارۍ په باره کې زیات پوهه شئ.

زمونږ منځپانګه شریکه کړئ

اضافي موضوعات

ځیګر

آیا تاسو د انساني اینې او د هغې د کارونو په اړه نور معلومات ترلاسه کول غواړئ؟ که هم داسې ده نو تاسو سم ځای ته راغلي یئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ

د ځیکر ناروغي

د ځیګر سوزش: د هیپټایټیس بي، سي او ډي ویروسي ناروغیو په اړه تاسو باید په څه وپوهېږئ

نور معلومات ترلاسه کړئ

د هیپټایټیس سره ژوند کول

د هیپټایټیس تشخیص ډېری وختونه یو ټکان وي دا لارښوونې کولی شي په ورځني ژوند کې د هیپاټایټیس سره په مقابله کې ستاسو مرسته وکړي.

نور معلومات ترلاسه کړئ

د دې موضوع حوالې

  1. https://www.rki.de/DE/Content/Infekt/EpidBull/Merkblaetter/Ratgeber_HepatitisC.html د 2021 کال په سپتمبر کې ترلاسه شوی.
  2. https://www.leberhilfe.org/lebererkrankungen/hepatitis-c-hcv/ د 2021 کال په سپتمبر کې ترلاسه شوی.
  3. https://www.rki.de/DE/Content/Infekt/EpidBull/Merkblaetter/Ratgeber_HepatitisB.html (last accessed: October 2021)
  4. https://www.who.int/en/news-room/fact-sheets/detail/hepatitis-d د 2021 کال په سپتمبر کې ترلاسه شوی.
  5. Cornberg M et al. S3-Leitlinie der Deutschen Gesellschaft für Gastroenterologie, Verdauungs- und Stoffwechselkrankheiten (DGVS) zur Prophylaxe, Diagnostik und Therapie der Hepatitis-B-Virusinfektion. Z Gastroenterol 2021; 59: 691–776; abrufbar über: https://www.awmf.org/uploads/tx_szleitlinien/021-011l_S3_Prophylaxe-Diagnostik-Therapie-der-Hepatitis-B-Virusinfektion_2021-07.pdf
  6. RKI. Epid Bull 29/2021.
  7. https://www.frauenaerzte-im-netz.de/schwangerschaft-geburt/schwangerenvorsorge/mutterpass/ د 2021 کال په سپتمبر کې ترلاسه شوی.
  8. Urban S et al. 2021; 70(9): 1782-1794.